خدایه جانان راولې

  • Work-from-home

Untamed-Heart

❤HEART❤
Hot Shot
Sep 21, 2015
23,621
7,455
1,113
خدایه جانان راولې
خدایه جانان راولې
زما ارمان راولې
د دیدنونو شیبه
باران ،باران راولې

سړه سیلۍ کړې لږه
ما لیونۍ کړې لږه
چې یار پلو کې پټ کړم
واوره ږلۍ کړې لږه

وا یاره زیل مه کوه
ژوند رانه بیل مه کوه
راشه راټول شه زړه کې
مینه بل خیل مه کوه

خدایه زړګی مې جوړ کړې
رنځور لالی مې جوړ کړې
د مرور وخت سره
دا بابرزی مې جوړ کړې

خدایه جانان راولې
زما ارمان راولې
د دیدنونو شیبه
باران ،باران راولې
 
Top